Book Name:Achi Aur Buri Mout
(2) د نسائي شريف په حديثِ پاك كښې دي، د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: چې كله د مومِن د مرګ وخت نزدې راشي نو د رحمت فرښتے سپين ريښم راوړي، وائي: (اے روحه) اُوځه! ته د الله نه راضي ئې او ستا ربّ ستا نه راضي دے، د الله پاك له طرفه روحاني راحت والا، پاكيزه رزق والا جوړ شه او د خپل ربّ په طرف روان شه چې هغه ستا نه راضي دے، پس روح د بهترينو مشكو د خوشبو په شان اوځي، تر دې چې فرښتے دا روح يو بل ته وركوي([1]) (يعني څنګه چې خلق جنازه په اوګو وړي او اوګې بدلوي داسې دا روح اسمان ته وړلو كښې فرښتے لاسونه بدلوي خو د ستړي کيدو په وجه نه بلكه د عِزّت ښكاره كولو د پاره([2]))، خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: بيا هغه روح د اسمان طرف ته يوړلے شي، اسمان والا وائي: د زمكې له طرفه دا څنګه پاكه خوشبوئي راځي، بيا هغه روح د نورو مسلمانانو روحونو خوا ته يوړلے شي، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: څنګه چې تاسو د يو ورك شوي کس په راتلو خوشحاليږئ، هُم دغسې مسلمان روحونه د دې نوي راتلونكي مسلمان روح په ليدلو باندې خوشحاليږي، هغه [روحونه] د هغه [رُوح] نه تپوس كوي: فلانے څنګه دے؟ فلاني څه كول؟ بيا هغه روحونه وائي: دا د لږ ساعت د پاره پريږدئ، دا د دُنيا په غمونو كښې وو (يعنې اوس دا د دُنياوي تكليفونو او د ځنكدن د كيفيت نه تير شوے راغلے دے دا لږ ساعت آرام ته پريږدئ([3]))، بيا دا نوے راتلونكے روح وائي: فلانے هم وفات شوے وو، آيا هغه ستاسو خوا ته نه دے راغلے؟ مسلمان روحونه وائي: هغه