Achi Aur Buri Mout

Book Name:Achi Aur Buri Mout

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! چې مُعامَله هُم داسې ده، نو مونږ له د دغې ورځې نه ډير زيات ويريدل پكار دي، هر وخت  د مرګ ويره ياد ساتل پكار دي، د بُخاري شريف حديثِ پاك دے: إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالخَوَاتِيم  يعنې د اعمالو دارومدار په خاتمه دے. ([1]) امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د انسان مرګ په هغه حال راځي په كوم حال چې ژوند تيروي او په ورځ د قيامت به په هغه حال پاڅولے كيږي په كوم حال به چې مړ شوے وي. ([2])

     اے عاشقانِ رسول! غور اوکړئ چې هغه خلق څومره خوش نصيبه دي د چا ژوند چي په نيکو کښې تيريږي، د داسې خلقو مرګ هُم بيا څومره ښکلے وي۔ او څومره بد نصيبه دي هغه خلق چې ژوند ئې په ګناهنو کښې تيريږي او د داسې خلقو مرګ هُم بيا ډير بد راتلے شي، د دې نه دِ هغه خلق عبرت حاصل كړي څوک چې شراب څښي، الله دِ نه كړي كه چا له د شرابو څښلو په حالت کښې مرګ راشي نو هغه به څنګه خوفناک مرګ وي؟ كه د سندرو باجو، فلمونه كتلو په حالت كښې د چا مرګ راشي نو هغه به څنګه خوفناک مرګ وي؟ که د سودي كاروبار يا سودي مُعامَلاتو په دوران كښې د چا مرګ راشي نو هغه به څنګه خوفناک مرګ وي؟ په ناپ تول كښې كمي كوونكو، د دروغو قَسَمونه خوړولو والؤ، دروغ وئيلو والؤ، د غيبَت كولو والؤ،  چُغلي كوونكو، جنګ جګړې كوونكو، دوه كسان په خپل مينځ په د جنګولو والؤ، لمُونځ ، روژه او زكوٰة د فرض كيدلو باوُجود نه ادا كوونكو، د نيكو نه ډډه کوونکو او د ګناهونه سلسله جاري ساتونکو د پاره د غور مقام دے، الله دِ نه كړي كه په دې حالت كښې د چا مرګ راشي نو د هغه به څه انجام كيږي؟ هائے! څومره سخت


 

 



[1]...بخاری، کتاب: القدر، صفحہ:1617، حدیث:6607۔

[2]...احیاء العلوم (مترجم)، جلد:1، صفحہ:507۔