Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

اُن کے جلووں میں ہیں یہ دلچسپیاں             جو  وہاں  پہنچا  وہیں  کا  ہو گیا ([1])

وضاحت: د  حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دِيدارِ كښې، په مبارك انداز كښې، په خوږو خوږو خبرو كښې داسې خوند دے چې څوك يو ځل ورحاضر شي نو بس د هغوئي شي [يعنې بيا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د در نه جُدا کيدل نه خوښوي].    

دل میں گَھر کرتا ہے اعدا کے ترا شیریں سُخَنْ      ہے میرے شیریں سخن شُہرہ تری گفتار  کا ([2])

[وضاحت: يعنې يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو خوږې خبرې د دُښمنانو په زړونو هم اثر كوي. اے زما د خوږو خبرو والا آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو د خوږو خبرو شُهرت خو په هر ځائے خور دے.]

د حديثِ پاك باقي حِصَّه: اے عاشِقانِ رسول! په كوم کس چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نَبُوَّت د جلال رُعب خور وو، چې كله ئې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږې خبرې واوريدلې نو د هغه د بدن رپيدل ختم شو، بيا هغه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې خپل حاجت پيش كړو، د هغې نه پس خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اودريدلو او اوئې فرمائيل: اے خلقو! بيشكه ما ته وحي شوې دہ چې تاسو ته د عاجزئ اختيارولو حكم اوكړم. پس عاجزي اختيار كړئ! په تاسو كښې دِ يو هُم د بل


 

 



[1]...ذوقِ نعت، صفحہ:35۔

[2]...سامانِ بخشش، صفحہ:56۔