Book Name:Din Raat Kesay Guzarain
په خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې کله وړومبئ وحي نازِله شوله، د هغې نه پس د ټولو نه مخکښې چې د کوم فرض عبادت حکم اوکړے شو، هغه لمونځ دے۔
په حديثِ پاک کښې دي: د الله پاک خوږ او آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: لمونځ د دين ستَن ده نو چا چې دا پريښودو د هغه هيڅ دين نشته۔ ([1])
الله پاک دې مونږه د لمونځونو د قضا کولو نه بچ کړي۔
میں پانچوں نَمازیں پڑھوں باجماعت ہو توفیق ایسی عطا یاالٰہی!
میں پڑھتا رہوں سنتیں، وقْت ہی پر ہوں سارے نوافِل ادا یاالٰہی!([2])
اے عاشقانِ رَسُول! د خپل امروزه په معمول کښې پينځه وخته لمونځونه د جَمعې سره ادا کولو ته وړومبئ درجه ورکړئ! د ټولو نه مخکښې لمونځ، بيا نور کارونه۔ چې دا کوئ نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! دنيا به مو هم ښه شي او آخِرت به مو هم ښه شي۔
امام فقيه ابو اللَّيث سمر قندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د (تابعي بزرګ) حضرت کعبُ الاحبار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه نقل کړل چې هغوئي اوفرمائيل: چې ما په تورات کښې په يو ځائے کښې اولوستل (الله پاک فرمائي): اے موسیٰ! د سحر 2 رکعتونه به احمد (دلته د احمد نه مراد د الله پاک آخري نبي، حضور مکي مدني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے) او د هغوئي اُمت ادا کوي، څوک چې دا ادا کوي د هغوئي د هغې ورځې او شپې ګناهونه به اوبخښم او هغوئي به زما په ذِمه کښې وي۔ اے موسیٰ! د ماسپخين 4 رکعته به احمد [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] او د هغوئي اُمت ادا کوي هغوئي به د وړومبي رَکعت په بدله کښې اوبخښم او د دويم په بدله کښې به د هغوئي (د نيکو) تَله درَنه کړم او د دريم د پاره به فرښتې يعني مقررې کړم چې تسبيح (يعني د الله پاک پاکي) به بيانوي او د هغوئي د پاره به د بخښنې دعاګانې کوي او د څلورم په بدله کښې به د هغوئي د پاره د آسمان دروازې فراخه کړم، غټو غټو سترګو والا حورې به هغوئي ته په ليوالتيا سره ګوري۔ اے موسیٰ! د مازيګر 4 رکعتونه چې به احمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) او د هغوئي اُمت ادا کوي نو په اووه واړو آسمانونو او زمکو کښې به يوه فرښته باقې پاتې نه وي، ټولې به د هغوئي بخښنه غواړي او فرښتې چې د چا د پاره