Book Name:Din Raat Kesay Guzarain
(3): د ورځې وړومبے او آخري وخت په نيکو کښې تير کړئ!
د ورځې او د شپې د جَدوَل جوړولو په باره کښې دريم مدني ګل: دا دے چې د ورځې وړومبے او آخري وخت د نيک کارونو د پاره وقف کړئ! ځکه چې دا وختونه ډير د برکت او د ډير اهميت والا دي۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
فَسُبۡحٰنَ اللّٰہِ حِیۡنَ تُمۡسُوۡنَ وَ حِیۡنَ تُصۡبِحُوۡنَ (۱۷) (پارہ:21 ، سورۂ روم:17)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: نو د الله پاک پاکي بيانوئ کله چې ماښام کوئ او کله چې سحر کوئ۔
په يو بَل ځائے کښې الله پاک فرمائي:
وَ سَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّکَ قَبۡلَ طُلُوۡعِ الشَّمۡسِ وَ قَبۡلَ غُرُوۡبِہَا ۚ (پارہ:16، سورۂ طہٰ:130)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: او د لمر راختو نه مخکښې او د ده د پريوتو نه مخکښې د خپل رَبّ د حمد سره د هغه پاکي بيانوئ۔
په 13 سيپاره، سورۀ رَعد کښې د الله پاک ارشاد دے:
لَہٗ مُعَقِّبٰتٌ مِّنۡۢ بَیۡنِ یَدَیۡہِ وَ مِنۡ خَلۡفِہٖ یَحۡفَظُوۡنَہٗ مِنۡ اَمۡرِ اللّٰہِ ؕ (پارہ:13، سورۂ رعد:11)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: د انسان د پاره د هغه نه مخکښې او د هغه نه وروستو په بدليدو بدليدو سره په نمبر نمبر راتلونکې فرښتې دي کومې چې د الله په حکم سره د هغه ساتنه کوي۔
په تفسيرِ صراطِ الجنان کښې د دې آيت شريف د لاندې دي: د جمهور مفسرينو په نز د دې فرښتو نه په ورځ او شپه کښې حفاظت کوونکې فرښتې مُراد دي، دوئي ته د بدليدو بدليدو سره په نمبر نمبر راتلونکې ځکه وئيلے شوي دي چې کله د شپې فرښتې راشي نو د ورځې فرښتې لاړې شي او د ورځې فرښتې چې راشي نو د شپې فرښتې راشي۔ ([1])