Book Name:Din Raat Kesay Guzarain
په دې آيت شريف کښې د ايمان والوؤ يو صِفت بيان کړے شو چې د دوئي اړخونه، د دوئي د بسترو نه جُدا اوسي۔ د يو قول مطابق په دې آيت کښې د ماښام او د ماسخوتن ترمينځه د لمونځ کوونکو فضيلت بيان کړے شوے دے۔ ([1])
* رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: عَلَیْکُمْ بِالصَّلَاۃِ فِیْمَا بَیْنَ الْعِشَائَیْنِ يعني په تاسو باندې د ماښام او ماسخوتن ترمينځه لمونځونه ادا کول لازمي دي فَاِنَّہَا تَذْہَبُ بِمُلَاغَاۃِ اَوَّلِ النَّہَارِ وَتَسُدُّنَّ آخِرَہٗ ځکه چې دا د ورځې لغويات [د ځان سره] وړي او د هغه آخِر صفا کوي۔ ([2]) * د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې د ماښام د لمونځ نه پس 6 رکعتونه داسې ادا کړي چې د دې ترمينځه څه بده خبره اونکړي نو دا 6 رکعتونه به د 12 کالو د عبادت برابر وي۔ ([3]) * د حضرت ثوبان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې د ماښام او ماسخوتن [د لمونځونو] ترمينځه په جُمات کښې کښيني، د لمونځ او قرآن نه علاوه بله څه خبره اونکړي، نو د الله پاک په ذمۀ کرم باندې حق دے چې د هغه د پاره په جنّت کښې 2 محلونه جوړ کړي او د هر محل مزل به 100 کاله وي۔ ([4])
* په يو روايت کښې دي چې رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د ماښام او د ماسخوتن ترمينځه لمونځ، د اوّابين (يعني د ډير زيات توبه کوونکو) لمونځ دے۔ ([5])
(4): د څلورو شپو قيام لازمي کړئ!
اے عاشقانِ رَسُول! مونږ ته ورځې شپې څنګه تيرول دي؟ په دې باره کښې څلورم مدني ګل: دا دے چې د شپې د اوده کيدو نه مخکښې کم نه کم يوه ګهنټه داسې مقرر کړئ، په کومه کښې چې صِرف عبادت کوئ او بَل څه کار نه کوئ۔ کوشش اوکړئ چې په دې يوه ګهنټه کښې د پوره ترتيب سره عبادت اوکړئ * که ممکنه وي نو يو