Din Raat Kesay Guzarain

Book Name:Din Raat Kesay Guzarain

کښې د حاضريدو تصور اوکړئ! په آخِره کښې دُعا اوکړئ! نو داسې به دا څلور واړه کارونه اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! په 5 منټو کښې پوره شي، دا څلور واړه کارونه (تِلاوت، ذِکر اَذکار، غور او فِکر او دُعا) د هر لمونځ نه پس د کولو کوشش کوئ۔

چې مونږه په دې انداز کښې لمونځ ادا کوو نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! داسې لمونځ به زمونږه په زړه باندې اثر کوي، که چرې الله پاک اوغوښتل نو پُر زوره کيفيت به جوړ شي خو کيدے شي چې د جُمات نه ووځئ، په خپلو کارونو کښې مصروفه شئ نو دا کيفيت به ختم شي خو کوشش اوکړئ او د څه وخت د پاره 5 يا 10 منټه دا کيفيت په خپل ځان باندې اوساتئ، هغه څنګه؟ * د لمونځ کولو نه پس کور يا دُکان وغيره ته د تللو په وخت، ذِکر او دُرُود جاري اوساتئ * د لږ وخت د پاره د څه نعتونو والا يا د دعا والا شعرونه په مزه آواز کښې په طرز کښې وائيئ (په وسائلِ بخشش کښې به د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير آسان شعرونه ميلاؤ شي، هره ورځ يو څو شعرونه ګورئ! مثلاً دا شعر)

       

خدایا! بُرے خاتمے سے بچانا                                    پڑھوں کلمہ جب نکلے دَم یااِلٰہی!([1])

داسې څه د نعتونو، يا د دعا والا شعرونه واخلئ او د لمونځ نه پس ئې د څه وخته پورې په مزه مزه په طرز کښې وائيئ * د راتلونکي لمونځ وخت اوګورئ، مثلاً د ماسپخين لمونځ مو کړے دے او راغلي ئيئ، نو د Prayer Time ايپلي کيشن په ذريعه د مازيګر د لمونځ وخت اوګورئ چې کله به شروع کيږي، زه به د مازيګر د لمونځ د پاره کله ځم دا ذِهن جوړ کړئ، د مازيګر د لمونځ د پاره د تللو په وخت به د څه لوستو سره ځم، دا سوچ اوکړئ، داسې د لمونځ نه پس هم که زيات نه وي نو کم نه کم د 5 نه تر 10 منټو پورې به په داسې کارونو کښې مصروفه ئيئ نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د لمونځ والا کيفيت به په زړه باندې خور وي۔

دا جَدوَل مې د مثال په طور عرض کړو، بهر حال! د لمونځ د پاره د تللو نه تر د بيرته راتلو پورې چې کوم وخت دے، دا وخت خو هسې هم لګي، لمونځ فرض دے، مونږ ته به خامخا ادا کول وي، ځکه که چرې دا وخت مونږه داسې په منصوبه بندئ سره تير کړو نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! په دغه وخت کښې به د ډيرو زياتو نيکو په ګټلو کښې کامياب شو۔

میں ساتھ جماعت کے پڑھوں ساری  نَمازیں                اللہ! عبادت میں مِرے دل کو لگا دے([2])


 

 



[1]... وسائلِ بخشش،صفحہ:110۔

[2]... وسائلِ بخشش،صفحہ:114۔