Din Raat Kesay Guzarain

Book Name:Din Raat Kesay Guzarain

400 آيتونو تلاوت اوکړي، د هغه د پاره به يو قِنطَار اَجر ليکلے شي، يو قِنطَار د 120 قيراط برابر دے او يو قيراط د اُحُد د غر همره دے۔ ([1])

اے عاشقانِ رَسُول! د قرآنِ کريم تلاوت کول سُنَّت عمل دے۔ زمونږه خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قرآنِ کريم ډير زيات تلاوت کولو * حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يو څيز به هم هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تلاوت کولو نه، نه منع کولو * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شپې په لمونځ کښې کله نا کله د ټول سُورَۀ بقره او د سُورَۀ آلِ عمران تلاوت کولو * هره شپه به ئې د سُوْرَۂ سجدہ، سُورَۂ ملک، سُورَۂ بنی اسرائیل، سُورَۂ زُمَر، سُوْرَۂ کافرون، سُوْرَۂ فلق او سُوْرَۂ ناس تلاوت کولو او اوده کيدلو۔

الله پاک دې مونږ له هم د قرآنِ پاک د زيات تلاوت کولو توفيق راکړي۔

اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ  الۡاَمِيۡن صَلَّى  اللّٰهُ عَلَيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

الٰہی خوب دے شوق قرآں کی تلاوت کا

شَرَف دے گنبدِ خضرا کے سائے میں شہادت کا

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبة المدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه 16 حصې او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 مخونو رساله 550 سنت او آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنت زده کولو يوه ذريعه د دعوتِ اسلامي قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔  

غم کے بادَل چَھٹیں قافلے میں چلو                                خوب خوشیاں ملیں قافلے میں چلو

رب کے در پر جُھکیں، اِلتِجائیں کریں                             بابِ رحْمت کھلیں، قافلے میں چلو

الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ  الۡاَمِيۡن صَلَّى  اللّٰهُ عَلَيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب       صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]...شُعَبُ الاِیْمَان، جلد:2، صفحہ:401، حدیث:2197۔