Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

راځئ چې! اوس کثرت سره د درود شريف لوستلو بركتونه واورو، د مختلفو احاديثو مطابق * كثرت سره درود شريف لوستونكے به د الله پاك په بارګاه كښې داسې حاضريږي چې الله پاك به د هغه نه راضي وي *  كثرت سره درود شريف لوستونكے به په ورځ د قيامت زر نجات حاصل کړي * كثرت سره درود شريف لوستونكي ته به په ورځ د قيامت د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په لاسو مباركو د كوثر جام نصيب كيږي * كثرت سره درود شريف لوستونكے به په ورځ د قيامت خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته زيات نِزدے وي * كثرت سره درود شريف لوستونكي ته به د قيامت په ګرمئ كښې د عرش سورے نصيب كيږي * كثرت سره درود شريف لوستونكي ته به د الله پاك قُرب نصيب كيږي، جَنَّتي اِبنِ جَنَّتي صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبدُ الله بِن عباس رَضِیَ الله عَنْهُما فرمائي: الله پاك حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام ته وحي اوفرمائيله: اے موسٰى! كه زما نزديکت غواړې نو زما په محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې په كثرت دُرُود شريف وايه، * كثرت سره د درود شريف وئيلو په بركت فكرونه غمونه ختميږي، پريشانئ حل كيږي، رزق زياتيږي او حاجتونه پورا كيږي. ([1]) * علامه يوسُف بِن اِسمٰعِيل نَبهاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دُرُودِ پاك غټه فائده دا ده چې د دې په بركت په خوب كښې ديدارِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نصيب كيږي، په بعضو مُكَثِّرينو (يعنې كثرت سره دُرُود شريف لوستونكو) باندې تر دې پورې كرم شوے دے چې د بيدارئ په حالت كښې د ديدارِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوند نه فيضياب شوي دي.([2])

     حضرت سَيِّدُنا شيخ احمد زواوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئ بُزرګ تير شوے دے، د هغوئي مُتَعَلِّق راځي چې هغوئي به هره ورځ څلويښت زره ځله دُرُود شريف لوستلو، فرمائي:


 

 



[1]... اَفْضَلُ الصَّلوٰۃ ، صفحہ : 18-20۔

[2]...سعادةُ الدَّارَيْن ، ص378۔