Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat
باندې يو ځل دُرُود اووائي، الله پاک د هغې نه يوه فرښته پيدا کوي او هغې ته حُکم اوشي: څنګه چې دې بنده زما په نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود اُووئيلو، ته هُم د ده د پاره د بخښنې دُعا کوه، پس هغه فرښته د قيامت د ورځې پورې د هغه د پاره [مُسلسل] د بخښنې دُعا کوي۔([1])
ياد ساتئ چې دا د يو ځل دُرُود شريف وئيلو يو بَرَكت دے، د دې نه علاوه هُم چې کوم برکتونه ملاويږي، سُبْحٰنَ الله! د حديثِ پاک مطابق کوم بنده چې يو ځل دُرُود شريف اُووائي الله پاک په هغه لس رحمتونه نازِلوي، د هغه لس ګناهونه مُعاف کړے شي، د هغه د پاره لس نيکئ ليکلے کيږي او د هغه لس درجات اوچت کړے شي۔([2])
سُبْحٰنَ الله! سُبْحٰنَ الله! زمونږه بُزُرګانِ دِين چې د هغوئي ايمان مضبوط وو، يقين ئې کامِل وو، د يو ځل دُرُود شريف وئيلو په بدله کښې د الله پاک له طرفه د لسو رحمتونو ملاويدلو په اَهَمِّيَّت هغوئي ډير ښه پوهيدل۔ د اعلٰى حضرت والِدِ مُحترم مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که بنده ته د ټول ژوند د عبادتونو په بدل کښې د الله پاک صرف يو رحمت نصيب شي نو د دُنيا او آخرت د ټولو مشکلاتو د پاره کافي دے۔([3])
حضرت عبدُالله شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هِند يو بُزُرګ وو، يوه ورځ دوئي د خپل پير صاحِب سیِّد عالَم شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره چرته روان وو، په لاره کښې يو ځائے کښې د خاورو د لوښو پخولو يوه بټئ راغله، په هغې کښې اور لـمبې وهلې، سیِّد عالَم شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُوفرمائيل: عبدُالله شاه! ته به زما خبره اُومنې؟ هغوئي عرض اوکړو: آو جي، ضرور به ئې منم۔ ورته ئې