Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat
اِرشاد به اُوفرمائي: زه ستا نبي مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) يم او دا ستا دُرُودِ پاک وو کوم چې تا په ما باندې لوستلے وو، ما هغه د دې نن ورځې د پاره محفوظه ساتلے وو۔ ([1])
وہ پرچہ جس میں لکھا تھا دُرود اس نے کبھی یہ اس سے نیکیاں اس کی بڑھانے آئے ہیں
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
(۱) د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم وړومبے اهم عبادت
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! د دُرُود شريف څنګه بَرَكتونه دي۔ هسې خو دُرُود شريف د ټول ژوند وظيفه ده، زمونږ په معمولاتو کښې د دُرُود شريف کثرت سره شامل کيدل پکار دي او ټول کال دُرُود شريف وئيل پکار دي، البته اوس د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم مبارکه مياشت ده او سُبْحٰنَ الله! د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم د بَرَكتونو، عظمتونو او رِفعتونو به څه وائې! د دې مياشتې د عَظَمت او رِفعَت د پاره هُم دا کافي ده چې د دواړو جهانو سردار مكِّـى مَدَنـى سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې ته ”زما مياشت“ يعني خپله مياشت وئيلي ده، چنانچه حديثِ پاک کښې دي: شَہْرُ رَمَضَانَ شَہْرُ اللّٰہِ وَ شَہْرُ شَعْبَانَ شَہْرِی رمضان د الله مياشت ده او شعبان زما مياشت ده۔ ([2])
ولې چې دا د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مياشت ده ځکه په دې کښې خاص طور دُرُود شريف کثرت سره وئيلے کيږي۔