Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat
گر اُن کی رسائی ہے، لَو جب تو بَن آئی ہے([1])
په حديث شريف کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیّات د اعمالو دارو مدار په نِيَّتونو دے۔([2])
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ښه نِيَّت بنده جَنَّت ته رَسَوِي، لِـهذا د هر نيک او جائز کار نه مخكښې د ښو ښو نيتونو عادت جوړول پکار دي ځکه چې د اعمالو ثواب د نِيَّت مطابق ملاويږي، راځئ چې د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نيتونه اوکړو، نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره بيان اَورم * د شروع نه تر آخره پورې به غور سره بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم او په هغې به عمل کووم *چې زده ئې کړم نو نورو ته به ئې هُم زده کووم * د جُمات او د بيان د ادب خيال به ساتم او په ادب به کښينم. * چې د خوږ نبي مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک نُوم واورَم نو دُرُود شريف به وايم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رَسُول! اَلْحَمْدُ لِلّٰه مبارکه مياشت شَعْبَانُ الْمُعَظَّم راغلي ده او مونږ ته په ژوند کښې يو ځل بيا د دې بابرکته ساعتونه نصيب شو۔ شَعْبَانُ الْمُعَظَّم ډيره عَظَمت ولا مياشت ده، په دې کښې خيرونه او بَرَكتونه راوريږي، رسولِ پاک صاحبِ لَولاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: شَعْبَانُ الْمُطَہِّرُ وَرَمَضَانُ الْمُکَفِّرُ يعني شعبان پاک کولو والا ده او