Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat
جوړ شوم. دا ټول د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول بركت دے چې زما په زړه کښې د نيكو سره محبت او ګناهونو نه د نفرت لويه جذبه پيدا شوه.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
دوه فرامِينِ مصطفٰى: صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (1) څوك چې وعده پورا نه كړي، د هغه هيڅ اِيمان نشته،([2]) (2) كوم مسلمان چې د خپل ورو سره وعده خِلافي اوكړي په هغه باندې د الله پاك او د فرښتو او د ټولو انسانانو لعنت دے. ([3])
اے عاشقانِ رسول! وعده پورا كول سُنَّتِ مصطفٰى او سُنَّتِ انبياء دي. * زمونږ