Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri
هدايت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود اوليږو، د هغه د دُرُود شريف لوستلو په برکت سره الله پاک زمونږ د 560 قبرونو والوؤ نه عذاب لرې کړو۔ ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چې د دُرُود شريف ډير برکت دے۔ کله چې هم د هديرې په خوا تيريږئ نو ياد ئې کړئ او په حديث شريف کښې بيان کړے شوے دا سلام اووائيئ: اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ یَا اَھْلَ الْقُبُوْرِ یَغْفِرُ اللہُ لَنَا وَلَکُمْ اَنْتُمْ سَلَفُنَا وَنَحْنُ بِالْاَثَر يعنې اے د هديرې والوؤ! په تاسو دې سلام وي، الله پاک دې مونږه او تاسو اوبخښي، تاسو زمونږ نه مخکښې راغلئ او مونږه ستاسو نه پس راتلونکي يو۔ ([2])
بيا په سرکارِ عالي وقار، د مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک ذات باندې دُرُود شريف اوليږئ او د دې ثواب په هديره کښې دفن کړے شوؤ مسلمانانو ته ور اوبخښئ! څه پته چې زمونږه د درود دا ډالئ د چا د خلاصي وجه جوړه شي۔
بیکار گفتگو سے مِری جان چھوٹ جائے ہر وَقْت کاش! لَب پہ درود و سلام ہو([3])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیّات د عملونو دار او مدار په نيتونو باندې دے۔ ([4])
اے عاشقانِ رَسُول! ښه نيتونه بنده جنّت ته رَسَوي، د بيان اوريدلو نه مخكښې څه ښه ښه