Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri
حضرت اِبنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې په رَجب کښې يوه روژه اونيسي نو د هغه روژه نيول د يوې مياشتې د روژو په شان ده۔ څوک چې د رَجَب په مياشت کښې 7 روژې اونيسي نو په هغه د دوزخ 7 دروازې بندې کړے شي۔ څوک چې په دې مياشت کښې 8 روژې اونيسي نو د هغه د پاره به د جنّت 8 دروازې پرانستلے شي او څوک چې په دې مياشت کښې 10 روژې اونيسي نو د هغه ګناهونه به په نيکو کښې بدلولے شي۔ ([1])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
يوه ورځ د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روژه وه، حضرت خُلَيد بن حَسَّان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږه د روژه ماتې په وخت ډوډئ را واخِستله او د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بارګاه ته حاضر شو۔ کله چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روژه ماتول غوښتل نو چا د قرآنِ کريم د دې آيت تلاوت اوکړو:
اِنَّ لَدَیۡنَاۤ اَنۡکَالًا وَّ جَحِیۡمًا (ۙ۱۲) وَّ طَعَامًا ذَا غُصَّۃٍ وَّ عَذَابًا اَلِیۡمًا (۱۳) (پارہ:29، سورۂ مُزمِّل:12-13)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: بے شکه زمونږ سره درَنې بيړئ او لمبه شوے اور دے او په مرئ کښې انختونکے خوراک او دردناک عذاب۔
دا آيت چي ئې واوريدلو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل لاس د ډوډئ نه اودرولو او يوه لمړئ ئې