Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri
اوکړو خو چې کله حضرت ثابِت بُنائي، حضرت يحيیٰ او نورو بزرګانِ دِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم پرله پسې بيا بيا اووئيل نو هغوئي په مشکله د سَتُّو والا اوبو په څښلو رضا شول او د دې حضراتو په بيا بيا وئيلو ئې په دريمه ورځ د سَتُّو والا شربت اوڅښلو۔([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا د الله پاک نه څنګه ويره ده، د آخِرت څنګه فِکر دے۔ امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې اوبه څښلې نو د قرآنِ کريم آيت ورته راياد شو، چې روژه ئې ماتوله نو د دوزخيانو د خوراک په باره کښې ورته آيت راياد شو، په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د الله پاک ياد غالب شو، آه! يو مونږ يو، شپه او ورځ په ګناهونو کښې مصروف يو، په زړه باندې د تور والي د پاسه تور والے پريوځي خو حال څه دے؟
دن لَہْو میں کھونا تجھے شب صُبح تک سونا تجھے شرمِ نبی خوفِ خدا یہ بھی نہیں وہ بھی نہیں ([2])
وضاحت: اے غافِله نفسه۔۔۔!! ورځ په فضول څيزونو کښې تيروې، د شپې د غفلت په خوب اوده ئې، آه! نه درله د اُمَّت په غم کښې د ژړيدونکي آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه شرم درځي۔۔۔! نه د الله پاک په بارګاه کښې د پيشئ ويره۔۔۔! په تا کښې څه حيا نشته۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نصيحت
حضرت عَلقَمَه بن مَرثَد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږه د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه څوک هم زيات غمژن نه دے ليدلے، هغوئي به هر وخت غمژن او خفه وو او فرمائيل به ئې: