Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri
الله پاک دې مونږ له ټول ژوند د قبر او آخِرت په تيارئ کښې د مصروفه اوسيدو توفيق راکړي۔
اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهاو د الله پاک نه ويره
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير د الله پاک نه ويردونکے وو۔ په هغوئي باندې به هميشه غم غالب وو، د الله پاک د ويرې په وجه به ئې عموماً ژړل، ([1]) علّامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: * امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې به کله تشريف راوړلو نو داسې به لګيدله چې د چا نزدې دوست د دفن کولو نه واپس راغلے دے * داسې به اوسيدو لکه چې اور د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سر رازوړند وي * داسې به کښيناستلو لکه چې څوک قيدي دے او اوس به د ده نه سر وهلے شي * په دې حال کښې به ئې سحر کولو لکه چې اوس د قيامت د وحشتونو نه تير شوے دے او راغلے دے * يو ځل چا د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د حال پوښتنه اوکړه نو اوئې فرمائيل: د سمندر په مينځ کښې چې د چا کشتئ ماته شي، هغه به هم زما نه په بهتر حالت کښي وي۔ پوښتنه ئې اوکړه: داسې ولې؟ اوئې فرمائيل: زه ګنهګار بنده يم او چې کومې څه نيکئ