Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

دے،([1]) * قرآنِ پاك لوستلو سره رحمت نازليږي،([2])  * څوك چې سحر قرآن ختم كړي نو د ماښامه پورې او چې څوك ئې ماښام ختم كړي نو د سحره پورې فرښتے د هغه د پاره د رحمت دُعا كوي،([3]) * څوك چې په لمَانځه كښې په ولاړه تلاوتِ قرآن اوكړي د هغه د پاره د هر حَرف په بدله كښې سل نيكئ دي او څوك چې په لمَانځه كښې په ناسته تلاوت اوكړي د هغه د پاره د هر حَرف په بدله كښې پنځوس نيكئ دي او څوك چې د لمَانځه نه علاوه په اوداسه كښې تلاوت اوكړي د هغه د پاره د هر حَرف په بدله كښې پينځه ويشت نيكئ دي، او څوك چې بے اودسه تلاوت اوكړي د هغه د پاره د هر حَرف په بدله كښې لس نيكئ دي، ([4]) [خو ياد ساتئ چې په چا غُسل فرض وي هغه قرآن ته لاس نه شي لګولے او زباني يعني په يادو هُم د قرآن تلاوت نه شي کولے] * قرآن لوستونكے د الله د عذاب نه محفوظه اوسي،([5])  * قرآن لوستونكے به د دې په بركت ترقي كوي او غټې درجے به حاصلوي.([6]) * حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْه فرمائي: اَلْقُرْآنُ شَافِعٌ وَمُشَفَّعٌ  قرآن شفاعت كوونكے دے او د دې شفاعت به قبول كړے شي، فَمَنْ جَعَلَہٗ اَمَامَہٗ قَادَّہُ اِلَی الْجَنَّۃِ څوك چې قرآن خپل اِمام جوړ كړي قرآن به هغه جنَّت ته اورسوي، وَمَنْ جَعَلَہٗ خَلْفَہٗ سَاقَّہٗ اِلَی النَّارِ او څوك چې دا شاته غوزار کړي، قرآن به هغه دوزخ ته اورَسَوي. ([7])


 

 



[1]...كنز العمال ، جزء : اول ، ۱ / ۲۵۷ ، حدیث : ۲۲۶۱

[2]...مسلم ،  ص۱۰۳۹ ، حدیث : ۲۶۹۹۔

[3]...كنز العمال ، جزء : اول ، ۱ / ۲۶۱ ، حدیث : ۲۳۱۶۔

[4]...احیاء العلوم ، کتاب : آداب تلاوة ، جلد : 1 ، صفحہ : 362۔

[5]...كنز العمال ، جزء : اول ، ۱ / ۲۵۸ ، حدیث : ۲۲۶۷۔

[6]...كنز العمال ، جزء : اول ، ۱ / ۲۵۹ ، حدیث : ۲۲۸۹

[7]...مصنف عبد الرزاق ، باب تعلیم القرآن وفضلہ ، جلد : 3 ، صفحہ : 229 ، حدیث : 6030ملتقطًا۔