Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar
د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * كوم چې واورم نورو ته به ئې رَسَووم.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّـی الـلّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع د بیان موضوع ده ” د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سفر انداز “. په دے بيان كښے به اورو * د سفر مُتَعَلِّق د قرآنِ كريم تعليمات * د صُوفيائے كرامو په نِزد د سفر اقسام * د سفر مُتَعَلِّق د اوليائے كرامو دوه طبقے * د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سفر انداز. په ډيره توجه او د زړه په حاضرئ سره پورا بيان اوريدلو كوشش اوكړئ، اِنْ شَـآءَ الـلّٰـه د ډيرو معلوماتو خزانه به په لاس در شي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په سيپاره 20، سورۀ عنكبوت آيت نمبر20 كښې الله پاك ارشاد فرمائى:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ بَدَاَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللّٰهُ یُنْشِئُ النَّشْاَةَ الْاٰخِرَةَؕ-اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌۚ(۲۰)
(پارہ20،سورۃالعنکبوت:20)
مفهوم ترجمہ کنز العرفان: تاسو اوفرمائې، په زمكه كښې اوګرځئ اوګورئ چې الله اول [خلق] څنګه جوړ كړي دي، بيا به الله په دويم ځل پيدا كړي ، بيشكه الله په هر څيز قادر دے.