Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar
د مدني قافِلے دويمه ورځ وه چې خبر راته راغے چه تاسو په انټرويو كښې كامياب شوي ئې، چنانچه د مدني قافلے نه په بيرته راتلو يو څو ورځے پس ما ته د كمپنئ له طرفه خط هم راغے. داسې اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه د قافلے په بركت ما ته روزګار نصيب شو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـىْ فَقَدْ اَحَبَّنِىْ وَمَنْ اَحَبَّنِىْ كَانَ مَعِـىَ فِـى الْجَنَّة ’’چا چې زما د سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
فرمانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چې د الله پاك د رضا د پاره خوشبو اولګوله نو د قيامت په ورځ به هغه په داسې حال كښې راشي چې د هغه خوشبو به د كستوري نه هم زياته خوشبوداره وي. ([2])