Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar
كيږي چې د مُبتَدِي (يعنې كوم كس چې نوے نوے مُريد شوے وي او د صُوفيائے كرامو په لاره ئې تلل شروع كړي وي د هغه) په نفس باندې د سفر اثر داسې كيږي څنګه چې د لمَانځه، روژو او تَهَجُّد اثر وي، څنګه چې نفلي عبادت كولو والا د غفلت نه اوځي او د الله قُرب طرف ته ځي، دغه شان صرف د الله د رضا د پاره په ښه نيت سفر كولو والا هم د الله قُرب طرف ته ور روان وي. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سفر انداز
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اعلٰـی حضرت، اِمامِ اَهْلِسُنَّتْ،ولیِٔ نِعمَت،عظِيمُ البَرَکت،عظِيمُ المَرْتَبَت، عالِمِ شريعت،پِيرِ طرِيقت، باعِثِ خير و بَرَکت، حضرتِ عَلّامه مولانا الحاج الحافِظ، القاری اَلشَّاه اِمام اَحْمَد رَضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د څوارلسمې صدئ ډير لوئ عاشقِ رسول، حافظ، قاري او د خپل دور د ټولو نه لوئ عالِم، مُفتِـي، مُفَسِّر، او مُحَدِّث دے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 10شَوالُ المُکَرَّم 1272ھ بمطابق 14 جون 1856ء کښې د خيالي په ورځ د ماسپښین په وخت د هند په ښار بریلي شریف کښې پيدا شو، د ديارلسو کالو په عمر کښې ئې ټول مُرَوَّجه علوم حاصل کړل او سند فراغت ئې تر لاسه کړو او هم د ديارلسو کالو په عمر کښې ئې اولنئ فتوٰی وركړه، د دې نه پس ئې ټول عمر د دِين خدمت كړے دے، د رسولِ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حقيقي مينه ئې مسلمانانو ته وركړي ده، په شريعت او طريقت ئې عمل كړے دے او د قرآن و سُنَّت