Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar
پاره د سفر كولو يو څو فائدے واوريدې، د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سفر انداز څنګه
وو، په دې حوالې سره مو د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت مبارك يو څو واقعات اوريدلو سعادت حاصل كړو، يقيناً هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وخت مجدد وو. الله پاك دِ مونږ ته هم د دِين اسلام په احكاماتو د عمل كولو توفيق راعطا كړې.
د سفر مُتَعَلِّق د اوليائے كرامو اقوال
حضرت مالِك بِن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: الله پاك حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام ته وحي اوفرمائيله: اے موسٰى! د اوسپنې پيزار جوړ كړه! د اوسپنې عصا [يعنې همسا] جوړه كړه! بيا د قدرت نښې ليدلو او عبرت حاصلولو د پاره په زمكه كښې سفر كوه، تردې چې پيزار اوشليږي او همسا ما ته شي. ([1])
د عِلمِ تَصَوُّف مشهور كتاب ”رساله قُشَيرِيَّه“ كښې دي: د يو الله والا په بارګاه كښې چا عرض اوكړو: جناب! ما ته نصيحت اوفرمائې! ارشاد ئې اوفرمائيلو: كوشش كوه چې هره شپه په جمات كښې د الله پاك ميلمه جوړ شې! او (هميشه د الله په لاره كښې سفر كوه تر دې پورې چې) تا ته د دوو منزلونو په مينځ كښې مرګ راشي.([2])
دولس ديني كارونو كښې يو ديني كار ”مدني قافِله“
اے عاشقانِ رسول! اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! دعوتِ اسلامي د اوليائے كرامو فيض دے، تاسو