Naik Amal Ke Dunyawi Faiday

Book Name:Naik Amal Ke Dunyawi Faiday

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَیْتُ سُنَّتَ الْاِعْتِکَاف (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُود شريف فضيلت

      حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د طواف په وخت يو کَس په هر قدم باندې په رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې په دُرُود لوستلو اوليدو نو د هغه نه مې پوښتنه اوکړه: اے وروره! د سُبْحٰنَ اللہِ، لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللہُ په ځائے د درودِ پاک وظیفه لولې، په دې کښې ستا څه راز دے؟ نو هغه [زما نه] پوښتنه اوکړه: الله پاک دې تاسو معاف کړي، تاسو څوک ئيئ؟ ما اووئيل: زه سفيان ثوري يم. نو هغه اووئيل: که تاسو په زمانې والؤ کښې ځانګړے [مُنفَرِد] نه وے نو ما به تاسو ته دا راز نه وئيلو، زه د خپل والِد محترم سره د  بَيتُ الله د حج په اراده را اُووَتم. په سفر کښې زما والدِ محترم بيمار شو نو زه د خپل والدِ محترم د علاج د پاره حصار شوم. د علاج په وخت هغوئي وفات شول او مخ ئې تور شو. دا چې مې اوليدل نو ما فوراً اولوستل:

اِنَّاۤ اِلَیۡہِ رٰجِعُوۡنَ (۱۵۶)ؕ

[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِيمان :  مونږه هُم د الله يو او مونږه هُم د هغه طرف ته ګرځيدونکي يُو.

بيا ما د هغه په مخ باندې څادر واچولو. ناڅاپه په ما خوب زورور شو او زه اوده شوم، ما يو کَس اوليدو چې د هغه نه زيات ښائسته او ښکلے ما کله هم نه وو ليدلے. د هغه جامې ډيرې صفا سُتره وې او د هغه نه داسې خوشبوئي راتلله کومه چې ما کله هم