Naik Amal Ke Dunyawi Faiday

Book Name:Naik Amal Ke Dunyawi Faiday

او هغه مسلمان وي نو مونږ به ضرور هغوئي له پاک ژوند ورکوو.

معلومه شوه: چې د نيکو اَعمَالو په برکت سره مؤمِن بنده ته په دُنيا کښې حلال رزق، نيک، پاک، د سکون نه ډک، د خوشحالئ او آرام او راحت والا پاک ژوند عطا کولے شي.

د نيکو اعمالو 3 فائدے

حضرت حَسَن بن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: نيک عمل: (1): په بدن کښې طاقت (2): په زړه کښې نُور او (3): په سترګو کښې رڼا پيدا کوي او بَد عمل: (1): په بدن کښې کمزوري او (2): په زړه کښې تيارۀ راولي او (3): سترګې ړندوِي. ([1])

د 100 کالو عمر کښې هم جسماني طاقت سلامت

يو ډير لوئ عالِم تير شوے دے، علّامه اَبُو طَيَّب طَبري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ، د هغوئي عمر د 100 کالو نه هم زيات وو، په دې عمر کښې هم هغوئي په ذهني او جسماني لحاظ سره صحت مند او طاقتور وو، د هغوئي نه چا د صحت د راز پوښتنه اوکړه نو اوئې فرمائيل: ما په ځوانئ کښې خپل جسماني صلاحيتونه د ګناه نه محفوظه ساتلي وو (يعنې ځان مې په نيکو اعمالو کښې مشغوله ساتلے وو)، د هغې په برکت سره اوس چې کله زه بوډا شوے يم نو الله پاک زما جسماني صلاحيتونه زما د پاره باقي ساتلي دي. ([2])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا د نيکو اعمالو دنيائي فائده ده، څوک چې خپل


 

 



[1]... حِلْیَۃُ الْاَولِیاء، جلد:7، صفحہ:385، رقم:10941۔

[2]... مجموع رسائل ابن رجب، جلد:3، صفحہ:100۔