Naik Amal Ke Dunyawi Faiday

Book Name:Naik Amal Ke Dunyawi Faiday

کوونکو مسلمانانو د پاره داسې نعمتونه تيار کړي دي، کوم چې نه يوې سترګې ليدلي دي، نه کوم غوږ اوريدلي دي، نه په يو زړه کښې د هغې ګُمان تير شوے دے، الله پاک فرمائي:

وَ لَاَجۡرُ الۡاٰخِرَۃِ  اَکۡبَرُ ۘ  (پارہ:14، سورۂ نحل:41)

[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِيمان او بے شکه د آخِرت ثواب ډير لوئ دے.

      د دې سره سره په دُنيا کښې هم د نيکو اعمالو ښې نتيجې را اُوځي، په قرآن او حديث کښي د نيکو اَعمَالو ډيرې زياتې دنيائي فائدے هم بيان شوې دي:

د نيکو اعمالو دُنيائي فائده: د سکون نه ډَک، ښه ژوند

په څوارلسمه سيپاره، سورۀ نحل، آيت: 30 کښې ارشاد کيږي:

لِلَّذِیۡنَ  اَحۡسَنُوۡا فِیۡ ہٰذِہِ  الدُّنۡیَا حَسَنَۃٌ ؕ   وَ لَدَارُ الۡاٰخِرَۃِ خَیۡرٌ ؕ   وَ لَنِعۡمَ  دَارُ الۡمُتَّقِیۡنَ (ۙ۳۰)

 (پارہ:14، سورۂ نحل:30)

[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعرفان :   کومو خلقو چې په دې دنيا کښې نيکي اوکړه، د هغوئي د پاره نيکي ده او بے شکه د آخِرت کور د ټولو نه بهتر دے.

په تفسير صراطُ الجنان کښې دي: (د دې آيت يوه معنیٰ دا ده چې) کومو خلقو ايمان راوړو او ښه اعمال ئې اوکړل، هغوئي ته به په دُنيا کښې هم د هغې ښه اجر ميلاويږي. ([1])

په يو بَل ځائے کښې الله پاک ارشاد فرمائي:

مَنۡ عَمِلَ صَالِحًا مِّنۡ ذَکَرٍ اَوۡ اُنۡثٰی وَ ہُوَ مُؤۡمِنٌ فَلَنُحۡیِیَنَّہٗ حَیٰوۃً طَیِّبَۃً ۚ وَ لَنَجۡزِیَنَّہُمۡ اَجۡرَہُمۡ بِاَحۡسَنِ مَا کَانُوۡا یَعۡمَلُوۡنَ (۹۷) (پارہ:14، سورۂ نحل:97)

[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان :   کوم نارينه يا زنانه چې نيک عمل اوکړي


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:14، سورۂ نحل، زیرِ آیت:30، جلد:5، صفحہ:306۔