Book Name:Naik Amal Ke Dunyawi Faiday
والِدَین د نبی! جنَّتی جنَّتی هره زوجه د نبی! جنَّتی جنَّتی
دے ابو سُفیان هُم! جنَّتی جنَّتی او مُعاویه هُم! جنَّتی جنَّتی([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نيک اَعمَال په دُنيا او آخِرت کښې د نيکئ ذريعه ده. که نيکي وړه وي او که غټه بهر حال د دې ميوه ضرور ميلاويږي. د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلْبِرُّ لَا یَبْلیٰ وَ الذَّنْبُ لَا یُنْسیٰ وَ الدَّیَّانُ لَایَمُوْتُ اِعْمَلْ مَاشِئْتَ کَمَاتُدِیْنُ تُدَانُ يعنې نيکې کله هم نه زړيږي، ګناه کله هم نه هيرولے کيږي، بدله ورکوونکي (الله پاک) له به کله هم مرګ نه راځي، پس چې څه غواړئ کوئ ئې! چې څه کَرئ، هغه به ريبئ. ([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلي الفاظ دي، په زړه باندې د نقش کولو لائق دي، چې کوشش اوکړو او مونږه دا مبارک الفاظ ياد کړو او په زړه کښې ئې کښينوؤ: * اَلْبِرُّ لَا یَبْلیٰ نيکي کله هم نه زړيږي * وَا لذَّنْبُ لَایُنْسیٰ ګناه کله هم نه هيرولے کيږي * وَالدَّیَّانُ لَایَمُوْتُ بدله ورکوونکي (الله پاک) له به کله هم مرګ نه راځي * فَافْعَلْ مَا شِئْتَ کَمَاتُدِیْنُ تُدَان څه چې غواړئ کوئ ئې! چې څه کَرئ، هغه به ريبئ.
د نيکو اَعمَالو دُنيائي فائدے
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! واقعي حقيقت دے، نيکي کله هم نه زړيږي. د نيکو اَعمَالو د آخِرت اَجر او ثواب دے، د هغې څومره ښکلے شان دے، الله پاک د نيکو اَعمَالو