Book Name:Naik Amal Ke Dunyawi Faiday
دغه شان علمائے کرام فرمائي: پلار له پکار دي چې د اولاد روزنه پالنه په دې نيت سره کوي چې زما دا ځوئ يا لور به د قيامت په ورځ زما شفاعت کوي. ([1])
تاسو دا نيت اوکړئ او اوګورئ! که مونږه په صحيح معنو کښې په دې ښه نيت جوړولو کښې کامياب شو نو د دې نيت سره به مو ذهن فوراً مثبت شي، د بچي محبت مو مخکښې هم په زړه کښې دے، دي نيت سره به نور هم زيات شي، د تربيت په انداز کښې به مو زړه نرمي غواړي، د بچي په باره کښې چې مو کوم خيالونه وي، د هغه د مستقبل په باره کښې چې مو کومه منصوبه جوړه کړې ده، هغه هر څه به مثبت شي.
دغه شان د ښه نيت په برکت سره مونږه د ډيرو پريشانو نه هم بچ کيدے شو، د ښه نيت په برکت سره زمونږه معاشره د امن او سلامتيا معاشره هم جوړيدے شي، کله چې هم د يو عزيز، خپلوان يا ملګري سره ملاقات کوئ نو د هغه ملاقات د پاره هم ښه نيت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د جنګ جګړو نه به تر ډيره حده پورې بچ پاتې کيږئ.
بد قِسمتئ سره زمونږ په معاشره کښې داسې کيږي چې کله راته څوک عزيز، خپلوان د خپلې خوشحالئ په باره کښې وائي نو داسې خلق شته چې په مخ باندې ئې د خوشحالئ آثار وي، په ژبه باندې ئې مبارکي وي خو په زړه کښې ئې د حسد وور بليږي، يا چې کله يو خپلوان د خپل غم قيصه بيان کړي نو [د اوريدونکي] په مخ باندې پريشاني او په ژبه تسلي ورکول وي خو زړه ئې د خوشحالئ نه په هوا وي چې ښه اوشول زما سره ئې په فلانکي وخت کښې داسې کړي وو، نن ښه ده چې د ده سره هم اوشو. دا انداز زمونږ په معاشره کښې شته دے.