Book Name:Munafqon Ke Do Aib
حَسَد وه او دا شيطان کړې وه۔ امام جلالُ الدِّين سُيوطي شافعي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي: د الله پاک وړومبۍ نافرماني چې د کومې باطني بيمارۍ پۀ وجه وکړے شوه هغه حَسَد وو، شيطان د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام سره حَسَد وکړو، د هٰغه حَسَد پۀ وجه هغۀ حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته د سجدې کولو نه اِنکار وکړو او د الله پاک نافرماني يـې وکړه او د هميشه د پاره مردود شو۔ ([1])
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اَلْحَسَد یُفْسِدُ الْاِیْمَانَ کَمَا یُفْسِدُ الصِّبْرُ الْعَسَلَ يعنې حَسَد ايمان داسې خرابوي، لکه څنګه چې اَيلوا [زوقم] شات خرابوي۔ ([2])
اَيلوا [Aloe Vera] د يوې ترخې وَنې کَڼ ته وائي، شات ډير خواږۀ وي او اَيلوا ډيره ترخه وي، ډير خواږۀ او ډير تراخۀ چې کله يو ځائے شي نو خوند يـې ډير خراب شي۔ يعنې ايمان ډير خوږ دے او حَسَد ډير تريخ دے، چې کله د مؤمِن پۀ زړۀ کښې حَسَد راشي نو اِيمان خرابوي او ډير يـې بے خونده کوي۔ ([3])
پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: لَایَجْتَمِعُ فِیْ جَوْفِ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ اَ لْاِیْمَانُ وَالْحَسَد يعنې د مؤمِن پۀ زړۀ کښې ايمان او حَسَد نۀ جمع کيږي۔ ([4])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې حديثِ پاک نه اِشاره ميلاؤيږي چې د چا پۀ زړۀ کښې حَسَد وي، ډيره لرې نۀ ده چې حَسَد د هغۀ د خرابې خاتمې سبب هم جوړ شي۔
اِمام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي: د حضرت فضيل بن عياض رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه