Book Name:Munafqon Ke Do Aib
د آيت نه ميلاؤيدونکي دوه سبقونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې يو څو خبرې دي پۀ کومو باندې چې پۀ سنجيدګۍ سره ځان پوهه کول او د هغې نه سبق حاصلول پکار دي، د ټولو نه وړومبے خو پۀ دې باندې ځان پوهه کړئ چې الله پاک چې څۀ فرمائي:
فِیْ قُلُوْبِہِمْ مَّرَضٌ ۙ
(پارہ:1، سورۀ بقرہ:10)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د ھغوئي پۀ زړونو كښې مرض دے۔
دا بيماري کومه چې د منافقانو پۀ زړونو کښې ده، دا څۀ ده؟ پۀ دې باره کښې مفسرينِ کرامو مختلف وضاحتونه فرمائيلي دي۔
ډير مفسرينِ کرام فرمائي چې پۀ دې آيت مبارک کښې چې د منافقانو د کومې باطني بيمارۍ ذِکر شوے دے، د هغې نه مُراد شَک دے۔ ([1]) يعنې منافقان پۀ شَک کښې اخته وو، د هغوئي پۀ الله پاک، د هغۀ پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مبارکو ارشاداتو باندې يې کامِل يقين نۀ وو، دوئي به د کشمکش ښکار وو، هم د دې شک پۀ وجه د دوئي پۀ زړونو کښې د ايمان شمع بَله نۀ شوه، نتيجةً د دوئي پۀ زړونو کښې ويره زياتيدله او دوئي پۀ هر ميدان کښې ناکمه کيدل۔
دا وه د منافقانو بيماري۔۔۔!! مونږ له پکار دي چې پۀ الله پاک باندې، د هغۀ پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې، د هغوئي پۀ مبارکو ارشاداتو باندې هميشه کامِل يقين وساتو، چرې هم خپل يقين د شک ښکار نکړو۔ دلته خلق ډير ځل د بے يقينۍ ښکار کيږي: * څۀ وظيفه وکړي چې نتيجه يـې د خپل مطلب مطابق رانشي نو د بے يقينۍ ښکار کيږي * څۀ سخته