Munafqon Ke Do Aib

Book Name:Munafqon Ke Do Aib

دي چې د اِسلام، د اِسلام د باني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبرې ښې ډيرې کوو۔ الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

حَسَد ډيره خرابه بيماري ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې ځائے نه دا خبره معلومه شوه چې حَسَد ډيره خرابه بيماري ده، هم د حَسَد پۀ وجه منافقان ذليله او رسوا شول، هم پۀ دې وجه د هغوئي زړونه د ايمان د نُور نه محرومه شول او هغوئي پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې تباه او برباد شول۔ ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه هميشه د حَسَد نه ځان بچ اوساتو۔ الله پاک چې چا ته څۀ هم عطا کړي دي، د هغۀ تقسيم دے، مونږ له پکار دي چې مونږه د الله پاک پۀ تقسيم باندې هميشه راضي شو۔

حَسَد څۀ ته وئيلے شي۔۔۔؟

د چا د ديني يا د دُنيا د نعمت د زوال (يعنې د هغۀ د لاس نه د وتلو) ارمان کول يا خواهش کول چې فلانکي کَس ته دا نعمت ميلاؤ نشي، د دې نوم حَسَد دے۔ ([1])

* څوک پۀ مالي لحاظ سره د ښۀ ليدلو په وخت سوزيدل او دا خواهش لرل چې د دۀ نه دي غلا يا ډاکه وشي يا دي د دۀ پۀ دکان او کور کښې وور ولګي او دا دي د روپۍ روپۍ محتاج شي * څوک پۀ اعلیٰ ديني يا دنيائي منصب او مرتبه باندې پۀ ليدلو خفه کيدل او ارمان کول چې د دۀ نه دا مقام او مرتبه لاړه شي * دا خواهش لرل چې فلانکے هميشه غريب وي چې چرې هم ښۀ  نۀ شي * د فلانکي چرې هم عزت او مرتبه نصيب نشي، هغۀ دې هميشه د ذلت پۀ جرنده کښې دَل اوسي، دا ټول د حَسَد مثالونه دي۔

د ټولو نه وړومبے حَسَد شيطان کړے وو

 اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! حَسَد شيطاني کار دے۔ د ټولو نه وړومبۍ ګناه هُم


 

 



[1]... الحدیقۃ الندیۃ شرح الطریقۃ المحمدیہ، الخلق الخامس عشر ، جلد:3 ، صفحہ:34۔