Munafqon Ke Do Aib

Book Name:Munafqon Ke Do Aib

منافقان پۀ حَسَد کښې اخته وو، دوئي د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان او د شوکت، د اِسلام د ترقۍ، فتح او نصرت نه سوزيدل او غمژن کيدل۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

اِنْ تَمْسَسْکُمْ حَسَنَۃٌ تَسُؤْھُمْ ۫ وَ اِنْ تُصِبْکُمْ سَیِّئَۃٌ یَّفْرَحُوْا بِہَا ؕ

(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:120)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: که تاسو ته څۀ ښيګړه ورسي نو پۀ هغوئي بده لګي او که تاسو ته څۀ بدي ورسي نو پۀ هغې خوشحاليږي۔

د منافقانو پۀ ذِلت کښې زياتوالے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته يوه ډيره اهمه خبره ده پۀ کومې چې ځان پوهه کول پکار دي، منافقانو چې به د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان او شوکت وليدلو، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِکر اوچت والے چې به يـې وليدلو، د اِسلام زياتيدونکے مقبوليت چې به يـې وليدلو نو سوزيدل به او غمژن کيدل به، الله پاک فرمائي:

فَزَادَھُمُ  اللّٰہُ  مَرَضًا ۚ

(پارہ:1، سورۀ بقرہ:10)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو الله  د ھغوئي مرض نور هُم زيات كړو۔

يعنې الله پاک د هغوئي غم نور هم زيات کړو، هغوئي به چې څومره سوزيدل، الله پاک به د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر نور هم اوچتولو، هغوئي به د اِسلام د کاميابۍ نه ويريدل، الله پاک به اِسلام ته نورې کاميابۍ هم عطا کولې، غرض دا چې هغوئي به د کوم څيز نه سوزيدل، هغه به نور هم د هغوئي مخې ته راتللو او د هغوئي سوزيدل به نور هم زياتيدل۔

د منافقانو رسوائي

يو ځل د يوې غزوه موقع وه، د منافقانو سردار عبد الله بن اُبَي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيره سخته ګستاخي وکړه او اوئې وئيل: