Book Name:Munafqon Ke Do Aib
پرې راشي، دعاګانې وکړي، نتيجه يـې د خپلې خوښې مطابق رانشي نو د بے يقينۍ ښکار شي * بلکې حد خو دا دے چې دلته خلق د نـمونځ پۀ وخت د لسو نه تر پينځلسو منټو پورې دکان بندول هم نۀ خوښوي، پۀ زړۀ کښې ورسره غم وي چې که چرې دُکان بند شو نو رزق به د کوم ځائے نه راځي۔ اَلاَمان وَالحَفِيظ۔۔۔!! رزق د دُکان نه نۀ راځي بلکې رزق الله پاک عطا کوي۔
بهر حال! د بے يقينۍ دا حالتونه پۀ څۀ نا څۀ شکل کښې زمونږه پۀ معاشره کښې موجود دي، د دې نه نجات حاصلول پکار دي، د بے يقينۍ ښکار کيږئ مۀ، خپلې خطا ته نظر وکړئ، د الله پاک پۀ عطا کښې کمے نشي راتللے، آؤ! زما پۀ غوښتلو کښې نقص کيدے شي، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشادات بالکل حق او رښتيا دي، پۀ دې کښې د ذرې برابر هم اخوا ديخوا نشته، آؤ! ما وظيفه وکړه او نتيجه يـې رانغله، ضرور به زما پۀ لوستلو کښې څۀ کمے وي۔ داسې د خپل ځان يقين نور هم پوخ کړئ۔
* چې کامِل يقين وي نو الله پاک د نمرود بَل کړے شوے وور هم ګلِ ګلزار جوړوي * چې پوخ يقين وي نو پۀ دريابونو کښې هم لارې ووځي * چې کامِل يقين وي نو د لارې خنډان [يعنې رکاوټونه] د منزل نخښې جوړيږي * چې کامِل يقين وي نو مشکل، مشکل نۀ پاتې کيږي * امام اِبنِ ابي دُنيا رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي: يو ځل د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام چرته تشريف يوړلوو، د هغوئي حَوَّاريانو (يعنې پۀ هغوئي باندې ايمان لرونکو) هغوئي لټولو، اخر چې کله هغوئي د سمندر غاړې له راغلل نو اوئې کتل چې حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ اوبو باندې راروان دے او تشريف راوړي، دا يـې چې وليدل نو يو حَوَّاري عرض وکړو: اے د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام ! آيا زۀ هم داسې پۀ اوبو باندې ګرځيدے شم؟ اوئې فرمائيل: ولې نۀ، بالکل ګرځيدے شي۔ بيا يـې وفرمائيل: که د آدم [عَلَیْهِ السَّلَام ] اولاد ته د وربشو د دانې برابر يقين هم ميلاؤ شي نو هغوئي پۀ اوبو باندې ګرځيدے شي۔ ([1])