Book Name:Munafqon Ke Do Aib
ځکه پۀ دې مسئله باندې پۀ پوره توجه سره ځان هم پوهه کړئ! او پۀ پوره توجه سره د سجدې کولو عادت جوړ کړئ! * د ټولو نه مخکښې خو دې ته وګورئ چې پۀ سجده کښې د ښپو ګوتې نۀ بلکې د ګوتو خِيټه لګول ضروري دي۔ د ښپو ګوتې پۀ زمکه باندې ولګوئ او لږ زور پرې وکړئ نو د ګوتو د سرونو دننه حصه به پۀ زمکه باندې ولګي، دا لګول ضروري دي * بيا دا ياد ساتئ چې د ښپو پۀ لسو ګوتو کښې د يوې خِيټه پۀ زمکه باندې لګول فرض دي۔ ([1]) که د يوې ګوتې خِيټه هم پۀ زمکه باندې اونه لګيدله نو نـمونځ به نۀ کيږي * د هرې ښپې اکثر (يعنې د دريو دريو) ګوتو خِيټې پۀ زمکه باندې لګيدل واجب دي ([2]) ځکه که د هرې ښپې د دريو دريو ګوتو خِيټې پۀ زمکه باندې اونه لګيدلې نو نـمونځ به بيا راګرځول واجب کيږي * او د ښپو د لس واړو ګوتو خِيټې پۀ زمکه باندې لګول او د ګوتو د قبلې طرف ته مخ کول سُنَّت دي۔ ([3]) بهتر دا دي چې د ښپو د لسو واړو ګوتو خيټې پۀ زمکه باندې پۀ لګولو سجده وکړے شي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! سجده کول به درله خوند هم درکړي او پۀ سُنَّت باندې به د عمل کولو سعادت هم درنصيب شي۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا وَهَّابُ
څوک چې روزانه 7 کرته يَا وَهَّابُ لولي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مُستَجابُ الدَّعوات به شي (يعنې هره دُعا به يـې قبليږي)۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم