Book Name:Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq
معلومه شوه چې د ضرورت مطابق خواري مزدوري کول، د حلال رزق ګټلو د پاره منډې ترړې وهل هم عِبادت دے۔
پۀ يو حديثِ پاک کښي دي: د دوزخ او د جنَّت ترمينځه بحث وشو (يعنې پۀ خپل مينځ کښې د دواړو خبرې اترې وشوې)، دوزخ ووئيل:ماته د ظالمانو او متکبره خلقو سره فضيلت راکړے شوےدے(يعني زۀ هٰغه يم، پۀ کوم کښې چې به ظالِمان او تکبر کوونکي خلق اچولے کيږي،) جنَّت ووئيل: زۀ هٰغه يم پۀ کوم کښې چې به کمزوري او غريبانان خلق داخلولے شي۔ ([1])
تاج و تخت و حکومت مت دے کثرتِ مال و دولت مت دے
اپنی رِضا کا دے دے مُژدہ یااللہ! مِری جھولی بھر دے([2])
حضرت ابراهيم بن اَدهَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته دا خبره رارسيدلې ده چې کوم بنده د حلال رزق پۀ لټون کښې د ذِلت پۀ ځائے کښې ودريږي، د هغۀ د پاره جنَّت واجِب شي۔ ([3])
د حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے: يو ځل يو کَس پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما د پيشې پۀ باره کښې تاسو څۀ ارشاد فرمايئ؟ اوئې فرمائيل: څۀ کار کوې؟ عرض يـې وکړو: زۀ کپړې جوړووم (پۀ پښتو کښې چې کوم ته جولا وئيلے کيږي)۔ رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم