Book Name:Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq
کوم رقم وو، پۀ اصل کښې هغه د هغۀ د مزدورۍ پيسې وې، کومې چې دې مالداره کَس ايسارې کړې وې۔ نو د هٰغه مزدور ګټه د ماشوم پۀ ذريعه د هغۀ کور ته ورسيدله۔ کوم چې بوډا وو، هغۀ پۀ خپله ځوانۍ کښې د دې مالداره کَس پلار وژلے وو، نن د هٰغه قتل پۀ بدل کښې دا پخپله ووژلے شو۔ داسې مزدور ته د هغۀ مزدوري هم ميلاؤ شوه او قاتل ته د هغۀ سزا هم ميلاؤ شوه۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د الله پاک عدل او انصاف۔۔۔!! څوک چې ځان طاقتور ګڼي، د خپلې عهدې، منصب، مال او دولت او طاقت وغيره پۀ بنياد د نورو حقونه خوري، هغوئي ته ياد ساتل پکار دي چې الله پاک اَحْکَمُ الْحَاکِمیْن دے، د بادشاهانو نه لوئي بادشاه دے، پۀ قرآنِ کريم کښې دي:
وَ ہُوَ الْقَاہِرُ فَوْقَ عِبَادِہٖ
(پارہ:7، سورۀ انعام:61)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هُم هغۀ پۀ خپلو بندګانو غالِب دے۔
د الله پاک سره د هر څۀ اختيار دے، هٰغه رَبِّ کريم که چرې راګير موکړي نو زۀ او تاسو خو څۀ چې د نمرود او فرعون پۀ شان طاقتور بادشاهان هم هيڅ اهميت نۀ لري۔۔۔!! ځکه د چا حق مۀ خورئ، سرونه ښکته کړئ او د عاجزۍ نمونې جوړې شئ۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مزدور پۀ حقونو کښې يو حق دا هم دے چې هغۀ له د هغۀ د وَس مطابق کار ورکړے شي، که پته ولګي چې کار ډير وزن دار دے، د ډير طاقت والا دے، داسې کار که مزدور له ورکړے شي هم نو ورسره د هغۀ مدد هم کوئ۔ پۀ حديث شريف کښې دي: غلام له د څۀ داسې کار ذمه واري مۀ ورکوئ کوم چې د هغۀ د پاره ګران