Book Name:Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq
ته نۀ رسولے کيږي، پۀ نا جائزه طريقه خوړلے کيږي۔ اَلاَمَان وَالحَفِيظ۔۔۔!!
خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چې کله يو اَجير پۀ اُجرت باندې ساتئ نو د هغۀ اُجرت ورته هم د مخکښې نه ووايئ۔ ([1])
دا د اُجرت پۀ باره کښې يو حکم دے چې کله څوک اَجير ساتي نو د هغۀ اُجرت د مخکښې نه ټاکل پکار دي، اوس د دې نه دا مۀ ګڼئ چې پۀ غټو غټو کارخانو کښې چې کوم ملازمان ساتلے کيږي، دا د هغوئي پۀ باره کښې خبره کيږي، مونږه تقريباً روزانه د يو بَل سره اجاره کوو، مثلاً * چرته د تللو د پاره رکشه کوو، ګاډے کوو، د هغۀ سره به د مخکښې نه اُجرت ټاکلے کيږي * پۀ ريلوے سټيشن (Railway station) وغيره کښې خلق پۀ قُلِي(مزدور) باندې سامان وړي، د هغۀ سره به هم د مخکښې نه اُجرت ټاکلے کيږي * پۀ کور کښې پۀ چا باندې کار کول دي، مونږه کور ته د بجولو والا (Electrician) راغواړو، د اوبو پۀ نلکو والا (Plumber) باندې کار کوو او واړۀ ماړۀ کارونه کولے شي * پۀ کور کښې اِستري خرابه شوه، پکے خراب شو، اے سي ټيک کوو * د اے سي رِي فلنګ (Refilling) کولے شي، وغيره قِسما قِسم کارونه کولے شي، دا چې کوم کارونه دي، د دې به هم اُجرت د مخکښې نه ټاکلے کيږي۔
بعضې وخت څۀ کيږي؟ دُکاندار، رکشے والا، ګاډي والا صرف هسې ووائي: څۀ چې مناسب وي راکړئ۔ دا صحيح خبره نۀ ده، باقاعده به اُجرت ټاکلے کيږي۔ ځکه چې کله هم د چا سره اِجاره کوئ، پۀ کرايه باندې څيز راخلئ، پۀ چا مکينک (Mechanic)، مستري، مزدور باندې کار کوئ نو باقاعده طور کار او اُجرت دواړه وټاکئ چې وروره! دا کار دے۔ د دې به زۀ دومره پيسې درکووم۔ داسې هر څۀ وټاکئ او بيا کار وکړئ۔ ([2])