Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq

Book Name:Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq

هغوئي سره څلور کپړې وې، دوه قيمتي وې او دوه د کم قيمت والا وې، داسې کيدے شو چې د دوو قيمتي کپړو نه هغوئي ځان له جامې جوړې کړے وے او غلام له يـې د کم قيمت والا جامې ورکړې وے خو هغوئي د اِسلام پۀ تعليماتو باندې عمل وکړو، يوه قيمتي کپړه يـې پخپله واغوستله، بَله يـې غلام ته واغوستله۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * دا اِسلام دے کوم چې مونږ له د مساواتو (يعنې د برابرۍ او د انصاف) درس راکوي * دا اِسلام دے کوم چې د هرې طبقې خلقو ته د هغوئي لائق حقونه عطا کوي * دا اِسلام دے کوم چې هر يو ته د عزت ژوند عطا کوي۔

د کعبې پۀ چت باندې اذان

د اِسلامي تاريخ دا ښکلې واقعه به کيدے شي تاسو مخکښې هم اوريدلې وي، د فتح مکې موقع وه، هٰغه ښار د چرته نه چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هجرت کړے وو، هٰغه کوڅې چرته چې پۀ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې پۀ خپل ځان قربانونکو يعنې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم باندې ظلمونه شوي وو، هٰغه کورونه، هٰغه کوڅي  چرته چې د مسلمانانو ژوند ګران شوے وو، پۀ نهمه هجرۍ (يعنې د مدينے منورې د هجرت نه نهه کاله پس) خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دهٰغه کوڅو، هٰغه محلو، هٰغه د مکې مکرمې د ښار فاتح جوړشو او تشريف يـې راوړلو، هٰغه ښار د کفر او د شرک د ګند نه پاک کړے شو، کعبه شريفه کومه چې د جهالت پۀ زمانه کښې پۀ شِرک باندې ګنده کړے شوې وه، يو ځل بيا هغه د توحيد مرکز جوړ کړے شو، پۀ دې موقع باندې د مکې مکرمې لوئي لوئي سرداران موجود وو خو رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته حکم وکړو۔۔۔!! کوم بِلال۔۔۔؟ * کوم چې غير مسلمو پۀ زنځيرونو باندې تړلے وو * کوم چې پۀ مکه مکرمه کښې تنګ کړے شوے وو * کوم چې پۀ تودو شَګو باندې سملولے شوے وو او درنې ګټې پرې ايښودے