Book Name:Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq
حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے چې يو کَس د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زۀ څو کرته خپل خادم معاف کووم؟ نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: هره ورځ 70 کرته۔ ([1])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ عربۍ کښې د 70 لفظ د زياتوالي بيانونلو د پاره کيږي يعنې هره ورځ هغۀ ډير ځل معاف کوه۔۔۔!! ([2])
حضرت امام زَينُ العابدين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شهزاده دے، يو ځل د هغوئي وينزې د هغوئي پۀ اودسه کښې مدد کولو۔
پۀ پخوانۍ زمانه کښې به وينزې او غلامان باقاعده خرڅيدل، د دغه وينزو نه به پرده فرض نۀ وه نو د امام زين العابدين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وينزې د هغوئي پۀ اوداسه کښې مدد کولو، ناڅاپه د هغې د لاس نه لوښے (لوټه وغيره) پريوتله او د امام زين العابدين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مخ پرې ولګيدو، مخ يـې زخمي شو۔ امام زين العابدين چې ورته بَره وکتل نو وينزې د قرآنِ مجيد دا آيت ولوستلو:
وَ الْکٰظِمِیْنَ الْغَیْظَ
(پاره: 4، سورۀ ال عمران:134)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او غصه څښلو والا۔
امام زين العابدين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څنګه آيت واوريدو نو اوئې فرمائيل: ما خپله غصه وڅښله۔ وينزې د دې آيت بَله حصه ولوستله:
وَ الْعَافِیْنَ عَنِ النَّاسِ ؕ
(پاره: 4، سورۂ ال عمران:134)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او خلق معاف کوونکي دي۔