Book Name:Islam Mein Mazdoron Ke Huqooq
هٰغه شرابي د قافلې والؤ سره د جومات طرف ته روان شو، اِسلامي وروڼو د هغۀ سره دومره د ښو اخلاقو مظاهره وکړه چې هغۀ شپږ ورځې د مَدَني قافلې والؤ سره وو، د علاقائي دورې پۀ برکت او د عاشقانِ رسول د صحبت پۀ وجه هغۀ د ګناهونو نه توبه کړه، ګيره مبارکه يـې لويه کړه، عمامه شريف يـې هم پۀ سر کړه۔ داسې يو شرابي د علاقائي دورې پۀ برکت نيک نـمونځ ګزاره شو۔
گر آئے شرابی مٹے ہر خرابی چڑھائے گا ایسا نشہ دینی ماحول
یقینا مقدر کا وہ ہے سکندر جسے خیر سے مل گیا دینی ماحول
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن سبا د ټيکنالوجۍ دور دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دِين عام کولو کوشش کوي۔ د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې: Quran Al kareem (القرآن الکریم ) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې * د پوره قرآنِ پاک لوستلو * او د مختلفو قاريانو پۀ اوازونو کښې د قرآنِ پاک اوريدلو سهولت موجود دے * دې سره سره يو خاص سورت يا آيت Bookmark کيدے هم شي يعني بيا بيا لوستونکے سورت يا آيت د Bookmark کيدو سره پۀ اسانۍ سره لوستلے کيدے شي۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوسه پورې تقريباً د لسو لاکو نه زياتو کَسانو دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ کړے دے۔ تاسو هم دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد