Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

هغه نه سِو] د قُدرت و اختيار دعوٰى كوي هغه په خپل قُدرت او طاقت كښې بلكه په خپل ژوندي اوسيدو كښې زما د ربّ مُحتاجه دے او څوك چې مُحتاجه وي هغه هيڅ كله هم خُدائے نه شي كيدے، لِهٰذا خُدائے صرف يو دے او هم هغه اصل قُدرت و طاقت والا دے.

د ټولو پيدا كوونكے زما مولا، زما مولا

د ټولو نه افضل، د ټولو نه اعلٰى زما مولا زما مولا

ټولو ته رزق وركوي، نِعمَت د هغه، دولت د هغه

رازق هم، پالونكے هم زما مولا زما مولا

مونږ ټول عاجِز بندګان، ژوندي ساتي او مرګ راكوي

د ټولو نه اوچت شان والا زما مولا زما مولا

طاعت، سجده حق د هغه دے د هغه عبادت اوكړئ ربّ هغه دے

الله، الله، الله، الله زما مولا زما مولا

    

 خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام دليل بالكل واضحه، مكمل او په آسانئ سره په عقل كښې راتلو خو د دې جواب بدبخته نمرود نه شو وركولے. البته نمرود يو بادشاه وو، خواوشا ټول د هغه وزيران او مشيران وو، هغه ته خدائے ویوونکی عوام وو ، د دې ټولو په مخكښې د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د دليل جواب نه وركول د نمرود د پاره سخت د ذِلَّت سبب وو، لِهٰذا هغه بے وقوفه خپل د دروغو عِزَّت بچ كولو د پاره ډير د بے وقوفئ جواب وركړو:

اَنَا اُحْیٖ وَ اُمِیْتُؕ-  (پارہ3،سورۃالبقرۃ:258)

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: زه هم ژوند وركووم او مړه كول كووم.

يعنې اے ابراهيم (عَلَيْهِ السَّلام) ستا د وينا مطابق كه ربّ هغه وي څوك چې ژوند او