Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
مجھے دونوں جہاں کے غم سے بچا شاد رکھ شاد دائما یاربّ!([1])
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:
اِقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُہُمْ وَ ھُمْ فِیْ غَفْلَۃٍ مُّعْرِضُوْنَ ۚ(۱) (پاره: 17، سورۀ انبیا:1)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د خلقو حساب نزدې راغے او هغوئي پۀ غفلت کښې مخونه اړولي دي۔
سلطان العارفين، حضرت سيدنا شيخ سلطان باهُو رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: اے د دُنيا طالبګاره! تا د الله پاک د محبت، د اخرت د نعمتونو، پۀ جنَّت کښې د هميشه پاتې کيدونکو خوشحالو نه ډک د سکون ژوند پۀ بدل کښې د دُنيا عارضي، فاني عيش او عشرت اختيار کړو، تا له دا مشوره او تسلي چا درکړله چې تا داسې د تاوان سودا وکړه، ستا دا د دُنيا ژوند څۀ دے؟ دا خو به داسې تير شي لکه څنګه چې پۀ اوبو کښې پتاسه (يو قِسم له خواږۀ کوم چې د چينو نه جوړيږي) وِيلې کيږي، بيا به تۀ پۀ تنګ او تيارۀ قبر کښې سملولے شې چرته چې به تۀ پۀ ډډه هم نشې اوختے، بيا به حقيقي مالِک يعنې الله پاک ستا سره داسې حساب وکړي پۀ کوم کښې چې به معمولي شان څۀ کمے زياتے هم نه وي، د ژوند د يو يو سعت حساب به درته ورکول وي۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور وکړئ! هغه به څومره د بے وسۍ ورځ وي، څومره بے وَسي به وي، مونږه به څومره بے وسه يو چې کله مَلَک المَوت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه تشريف راوړي، ساه به ونخلي، اخري سلګۍ به راشي او رُوح به د بدن نه جُدا شي۔ آه! پۀ هٰغه ورځ باندې به نۀ د يو بادشاه بادشاهي هغۀ بچ کړے شي، نۀ به د يو غريب پۀ غريبۍ باندې زړۀ سيزلے شي، نۀ به د چا زور چليږي، نۀ به د يو کمزوري د کمزورۍ