Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
حضرت عبدُ الله بن عُمَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما يو کَس ته پۀ نصيحت کولو کښې وفرمائيل: اے زما وروره! آيا تا ته معلومه ده چې مرګ تا ته مخامخ دے، ناڅاپه به راشي، معلومه نه ده چې ستا خوا له به سحر راځي که ماښام، د شپې به راځي که د ورځې بيا به وحشت ناک قبر او منکر نکير ته مخامخ کيدل وي او بيا د قيامت هٰغه ورځ پۀ کومه کښې چې به باطِل پرست پۀ خَساره کښې وي۔( [1])
بے وفا دنیا پہ مت کر اِعتبار تُو اچانک موت کا ہوگا شکار
موت آکر ہی رہے گی یاد رکھ! جان جا کر ہی رہے گی یاد رکھ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مرګ بس راتلونکے دے، مونږه بس د دې ځائے نه تلونکي يو، آه! مونږه هُم يو ځل راغلي يو، که يو ځل د ساه دا لړۍ ماته شوه، مونږ د مرګ پۀ لاره باندې قبر ته کوز شو، بس بيا به واپس کله هم نه راځو، حضرت اَبو زَکَرِيَّا تَيمِي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: خليفه سليمان بن عبد الملک پۀ مسجدِ حرام شريف کښې موجود وو چې هغۀ له يو کاڼے راوړے شو، پۀ کوم باندې چې څۀ ليکلے شوي وو۔ هغۀ د يو داسې کَس د رابللو ووئيل څوک چې دا لوستلے شي۔ نو مشهور تابعي بزرګ حضرت وَهب رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه تشريف راوړلو او هغه يـې ولوستلو، پۀ هٰغه کاڼي باندې ليکلے شوي وو: اے ابنِ آدم! که تۀ خپل مرګ ته پۀ نزدې والي باندې پوهه شې نو د اوږدو اوږدو اُميدونو نه به ډډه وکړې او د خپل نيک عمل زياتوالي ذريعې به جوړې کړې او د حرص او د لالچ او د دُنيا ګټلو تدبيرونه به کم کړې۔ (ياد ساته!) که چرې ستا ښپې وخوئيدلې نو * د قيامت پۀ ورځ باندې به تۀ د پښيمانۍ سره مخ کيږې * ستا بال بچ