Ye Duniya Chor Jana Hai

Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai

درسره فِکر دے، دا ټيک کوې، ممکن ده چې د دې د کمزوري کيدو او راغورځيدو نه مخکښې مرګ راشي، دا کور به هم دلته پاتې شي او تۀ به قبر ته کوز شې۔۔۔! ځکه د کور ټيک کول پۀ خپل ځائے دي خو د دې نه ډير ضروري کار د اخرت تياري ده۔

آگاہ اپنی موت سے کوئی بشر نہیں                                                                     سامان سو برس کا ہے، پَل کی خبر نہیں

کُوچ ہاں! اے بےخبر ہونے کو ہے                                                      کب تلک غفلت..! سحر ہونے کو ہے

د دُنيا پۀ فِکرونو کښې اوسيدل د هلاکت سبب دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د غور مقام دے، حضرت عبد الله رَضِىَ اللّٰهُ عَـنْهُ ځانله کور نه جوړولو، غټ بلډنګ يـې نه جوړولو، د کچه خاورو نه جوړ شوے کور وو، د باران وغيره پۀ وجه کمزورے شوے وو، هغه يـې ټيک کولو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې باندې هم وفرمائيل: عبد الله! مرګ د دې نه هم زر راتلونکے دے۔

آه! زمونږ سره د دُنيا فِکر وي * مونږ به د کوم ځائے نه خورو * څۀ به اغوندو؟        * سحر خو مو وخوړه، ماښام به د کوم ځائے نه راځي؟ * مستقبل به څنګه وي؟      * بوډا والے به څنګه تيريږي؟ * د بچو مستقبل به څۀ وي؟ * يو کاروبار خو مو روان دے، اوس به بل کاروبار څنګه روانوو؟ * د يو ځائے نه ښه امدن راځي، د امدن نورې ذريعې به څنګه جوړې کړے شي؟ * موټر، محل، بنګله به څنګه ميلاؤيږي؟ * کاش چې زۀ پۀ لږ وخت کښې مالداره شم وغيره وغيره پۀ زرګونو قِسمه فِکرونه مونږ پۀ زړونو کښې پاللي وي، پۀ دغه فِکرونو کښې سبا کيږي، پۀ دغه فِکرونو کښې شپه کيږي او ژوند هم دغه شان ختمږي۔ کاش چې زمونږه د اخرت فِکر نصيب شي۔          د صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللّٰهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: چا چې خپل ټول فِکرونه صرف يو فِکر يعنې د اخرت فِکر جوړ کړو نو الله پاک د هغۀ د دُنيا د فِکر د پاره کافي دے او د چا فِکرونه چې د دُنيا