Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
به ستا نه بے زاره شي او تا به پۀ تکليف کښې پريږدي * ستا مور پلار او خپلوان او دوستان به هم ستا نه جُدا شي * ستا اولاد او نزدې خپلوان به ستا ملګرتيا نه کوي۔ بيا خو به نۀ تۀ دُنيا ته واپس راتلے شې او نۀ به پۀ نيکو کښې اضافه کولے شې۔ بس د هٰغه ارمان او د پښيمانۍ د وخت نه مخکښې د اخرت د پاره عمل وکړه۔ ([1])
وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اَجَل بھی
بس اب اپنے اس جہل سے تُو نکل بھی یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی
جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! عقل مند له پکار دي چې * هغۀ د خپل تير ژوند جائزه واخلي * پۀ خپلو ګناهونو باندې پښيمانه شي او رښتونې توبه کړي * د زيات وخت د پاره د ژوندي پاتې کيدو پۀ طمع پۀ دوکه کښې اخته نه شي بلکې د قبر او د اخرت د تياري د پاره فوراً نيک اعمال شروع کړي، * د دولت او مال او د بال بچ پۀ محبت کښې نيکې پرې نږي، نۀ پۀ ګناهونو کښې اخته شي چې د دې ټولو سره خو لږ وخت دے او نيکۍ به پۀ قبر او اخرت بلکې پۀ دُنيا کښي هم پکار راځي۔
زیز، اَحباب، ساتھی، دَم کے ہیں، سب چُھوٹ جاتے ہیں
جہاں یہ تار ٹوٹا، سارے رِشتے ٹوٹ جاتے ہیں
حضرت اَصمَعِي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه نيک بزرګ دے، هغوئي به د نصيحت د پاره هديرې ته تشريف وړلو او هلته به يـې د قبرونو تختې لوستلې، فرمائي: ما پۀ يو قبر باندې يوه تخته وليدله، پۀ هغې باندې ليکلي وو: