Ye Duniya Chor Jana Hai

Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai

بيا خوشحالي د څۀ خبرې۔۔۔؟ 

 د حضرت اِبنِ سِمَاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ مخکښې يو ځل دا آيت مبارک ولوستلے شو:

اِنَّمَا  نَعُدُّ  لَہُمْ  عَدًّا ۚ  (۸۴)(پارہ:16، سورۀ مریم:84)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ خو د هغوئي د پاره شمير کوو۔

هغوئي وفرمائيل: چې ساه ګانې د شمار دي او وړې هم دي، بيا خو به معامله څومره زر ختمه شي۔ يو بَل بزرګ فرمائي: تۀ پۀ دې ژوند باندې څنګه خوشحاليدے شې کوم چې هره ساه کموي۔ ([1])

یہ سانس کی مالا اب بس ٹوٹنے والی ہے

دل آہ! مگر اب بھی بیدار نہیں ہوتا

دا د ساه ګانو لړۍ اوس بس ماتيدونکې ده

اِمام حَسَنِ بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي۔ تادئ کوئ! تادي کوئ!! ستاسو ژوند څۀ دے؟ هم دغه ساه خو ده که ودريږي نو ستاسو د هٰغه اعمالو سلسله به هم ختمه شي پۀ کومو باندې چې تاسو د الله پاک قُرب حاصلوئ۔ الله پاک دې پۀ هٰغه کَس باندې رَحم وکړي چا چې خپله جائزه واخسته او پۀ خپلو ګناهونو باندې يـې يو څو اوښکې توئي کړې۔ د دې وئيلو نه پس اِمام بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه دا آيت مبارک تلاوت کړو: ([2])

اِنَّمَا  نَعُدُّ  لَہُمْ  عَدًّا ۚ  (۸۴)(پارہ:16، سورۀ مریم:84)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ خو د هغوئي د پاره شمير کوو۔

دِل  ہائے   گناہوں  سے  بیزار  نہیں  ہوتا                                                  مَغْلوب  شَہا!نفس  بَدْکار  نہیں  ہوتا

گو لاکھ  کروں  کو شش  اِصلاح  نہیں ہو تی                                                        پاکیزہ  گناہوں  سے  کِردار  نہیں  ہوتا


 

 



[1]... روح البیان، پارہ:16، سورۂ مریم، زیرِ آیت:84، جلد:5، صفحہ:359 ۔

[2]... احیاء العلوم، کتاب ذکر الموت وما بعدہ، الباب الثانی فی طول الامل...الخ، جلد:4، صفحہ:557۔