Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
کوز شو * آه! څومره خلق دي کومو چې لوئي لوئي خواهشونه لرل، غټ غټ خوبونه به يـې ليدل، مرګ څوک هم پرې نه ښودل، پۀ يوه جټکه کښې ټول خوبونه تالا ترغه شول، مرګ هغوئي راووپرځول، اوس هغوئي پۀ قبرونو کښې د خپلو اعمالو سره دي * آؤ! آؤ! دا قبرونه دي، کوم چې مونږ له د فنا پيغام راکوي، داسې نه ده چې مخکښې راغلي خلق لاړل او مونږه به هميشه دلته پاتې کيږو، تلل خو ټولو ته دي، مونږ ته هم تلل دي، ډير زر د قبر کندې ته کوزيدل دي۔ بيا به مونږه يو او زمونږ اعمال به وي۔
مصيبت خو پۀ قبرونو کښې دننه دے
د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نمسي، حضرت اِمامِ حُسين رَضِىَ اللّٰهُ عَـنْهُ پۀ باره کښې روايت دے چې هغوئي به کله قبرونو ته کتل نو فرمائيل به يـې: د بَره نه دا قبرونه څومره ښه ښکاري خو مصيبت خو پۀ دې کښې دننه دے، الله! الله! اے د الله بندګانو۔۔۔! پۀ دُنيا کښې مۀ مشغوله کيږئ! بے شکه قبر د عمل کور دے، نيک اعمال وکړئ! د دې نه مۀ غافله کيږئ۔۔۔!! ([1])
قبر روزانہ یہ کرتی ہے پُکار مجھ میں ہیں کیڑے مکوڑے بےشُمار
یاد رکھ! میں ہوں اندھیری کوٹھڑی تجھ کو ہو گی مجھ میں سُن! وحشت بڑی
میرے اندر تُو اکیلا آئے گا ہاں مگر اعمال لیتا آئے گا
گُھپ اندھیری قبر میں جب جائے گا بےعمل! بےانتہا گھبرائے گا
کر لے توبہ ربّ کی رحمت ہے بڑی قبر میں ورنہ سزا ہو گی کڑی
آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سلګو سلګو وژړل۔۔۔!
د اِبنِ ماجه شريف روايت دے، حضرت بَرَاء بن عازِب رَضِىَ اللّٰهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ مونږه د الله پاک د رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره پۀ يوه جنازه کښې شريک وو۔ د