Book Name:Ye Duniya Chor Jana Hai
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
حضرت بِکر بن عبد الله رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: د بني اسرائيلو يو بادشاه وو، هغۀ له الله پاک ښه ډير څۀ ورکړي وو، مال دولت ورسره ښه ډير وو، د هغۀ عمر هم ډير زيات وو۔ الله پاک هغۀ له ځامن هم ورکړي وو۔
د دې هر څۀ باوجود يوه مسئله وه، د بادشاهانو سره عام طور دا فِکر وي چې د هغوئي نه پس به د هغوئي وارث او جانشين څوک وي۔۔۔؟ د هٰغه بادشاه سره هم دا فِکر وو، الله پاک خو ورله ځامن ورکړي وو خو معامله دا وه چې کله به يـې ځامن ځلمي کيدل نو * د دُنيا نه به يـې مخ اړولو * د ويښتو نه جوړې کړے شوې جامې به يـې اغوستلې * د ځنګلونو طرف ته به تلل * پۀ غرونو کښې به اوسيدل * د وَنو پاڼې به يـې خوړلې * او د دُنيا نه لرې به يـې پۀ عبادت کښې ژوند کولو۔
بيا د بادشاه سره ډير فِکر وو چې ټول زامن خو يـې د دُنيا نه لرې لاړل اوس به ملک څوک سمبالوي؟ الله پاک څۀ داسې وکړل چې د بادشاه يو بل زوي پيدا شو۔ د بادشاه سره فِکر وو چې هسې نه دا هم د خپلو وروڼو پۀ شان د ځنګلونو طرف ته لاړ نشي۔ نو بادشاه خپله رعايه راجمع کړه او اوئې وئيل: زما عمر ډير زيات شوے دے۔ زما سره ويره ده چې زما دا زوي هم د خپلو وروڼو پۀ شان د بادشاهۍ نه بيزاره نه شي، ګنې نو تاسو به د بادشاه نه بغير پاتې شئ او ملک به تباه او برباد شي۔ اوس لا دا ماشوم دے، ځکه تاسو