Book Name:Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab
پۀ بَل د منلو طرف ته نۀ بلکې پخپله د منلو طرف ته مائل دے۔ هغوئي د هر خالي پۀ ورځ پۀ مَدَني چينل لائيو مَدَني مذاکره (يعنې د سوال او جواب سلسله) فرمائي، د کلونو نه د هغوئي عادت مبارک دے چې هغوئي هم د مَدَني مذاکرې پۀ شروع کيدو کښې فرمائي: که چرې ما پۀ غلطۍ باندې ووينۍ نو فوراً زما اِصلاح وکړئ، ما به پۀ خپله غلطۍ باندې کلک ودريدونکے نۀ بلکې د مننې کولو سره رجوع کوونکے به مې وينئ۔
څومره غټه خبره ده، لائيو پروګرام دے، پۀ ټوله دُنيا کښې يـې خلق ګوري، د کروړونو مريدانو کامِل پير صفا وائي: که زما نه غلطي وشي نو ما ته ووايئ، زۀ به شکريه هم ادا کړم او خپله غلطي به هم وومنم۔ الله پاک دې زمونږه هم داسې توفيق نصيب کړي، ضد انسان تباه کوي۔ الله دې کړي چې مونږه منلو والا جوړ شو۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دويمه خبره کومه چې مونږ ته د سورۀ بقره د دې دوو آيتونو نه د زدکړې د پاره ميلاؤ شوه، هغۀ دا ده چې د مکې د کافرانو دا خراب صفت بيان شو:
خَتَمَ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِهِمْ وَ عَلٰى سَمْعِهِمْؕ-وَ عَلٰۤى اَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ٘-وَّ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ۠(۷)
(پارہ :1، سورۀ بقرہ :7 )
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: الله د هغوئي پۀ زړونو او غوږونو باندې مھر لګولے دے او د هغوئي پۀ سترګو پردې پرتې دي او د هغوئي د پاره ډير لوئي عذاب دے۔
معلومه شوه چې پۀ زړۀ باندې مهر لګيدل، دا ډيره خطرناکه بيماري ده، هم دا هٰغه بنيادي مرض دے کوم چې معلومه نۀ ده چې د څومره قومونو د هلاکت سبب جوړ شوے دے، دغه شان د باطني بيمارۍ پۀ وجه انسان د حق خبرې د منلو، د هدايت د حاصلولو تر دې پورې چې سراسر د هدايت د کتاب قرآنِ کريم د لوستلو سره هم پۀ نيغه لاره باندې د تللو نه محرومه کيږي۔ ځکه مونږ له پکار دي چي مونږه د خپل زړۀ