Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab

Book Name:Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab

دا د کافرانو خراب صفت دے چې دوئي ضديان دي، که دوئي پوهه کوې او که نۀ يـې پوهه کوې، دوئي د منلو طرف ته نۀ راځي، حق واضحه شو، ډير د حکمت سره، پۀ دليلونو ورکولو، پۀ معجزو ښودلو او د نيکۍ دعوت وړاندې کړے شو، بيا هم دوئي کلمې وئيلو ته نۀ تياريږي۔ معلومه شوه چې د هدايت قبلولو د پاره د منلو طبيعت ډير ضروري دے، چا چې خپل طبيعت هم ” زۀ يـې نۀ منم“ والا جوړ کړے وي، اِنکار کول يـې پۀ خپل فِطرت کښې شامل کړے وي، که هغوئي پوهه کوې، خبرې ورته کوې، دليلونه ورکوې، که هر څۀ کوې خو هغوئي منلو ته هډو تياريږي نۀ نو داسې کَس به څنګه هدايت قبلوي؟ ځکه که د هدايت د لارې مسافر جوړيدل غواړې نو د ” منلو والا طبيعت“ به اختيارول پکار وي۔

د سپوږمۍ دوه ټوټې کيدو واقعه

وګورئ چې ابو جهل وغيره د مکې کافران پۀ کوم انداز کښې پوهه کړے شو، هغوئي چې کومه غوښتنه وکړه، هغۀ پوره کړے شوه، د دې باوجود هغوئي منلو ته تيار نۀ شو۔ يو ځل شپه وه، د مکې مکرمې لوئي لوئي کافران ابو جهل، مغيره او عاص بن وائِل وغيره بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   ته حاضر شو او عرض يـې وکړو: اے مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   ! که تاسو واقعي رښتونے نبي يئ نو سپوږمۍ دوه ټوټې کړئ ! سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   وفرمائيل: که زۀ داسې وکړم نو آيا تاسو به ايمان راوړئ؟ اوئې وئيل: آؤ! ضرور (مونږه به کلمه ووايو او مسلمانان به شو)۔ نو مالِکِ او مختار نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   وړومبے د الله پاک پۀ حضور کښې دُعا وکړه، بيا يـې پۀ خپل لاس مبارک (يعنې د شهادت پۀ ګوته مبارکه) د سپوږمۍ طرف ته اِشاره وکړه نو سپوږمۍ دوه ټوټې شوه۔

چاند دو ٹکڑے ہوا صدقے گیا                       جب اشارہ مصطَفٰے کا پاگیا

دا د څوارلسمې سپوږمۍ وه، د سپوږمۍ يوه حصه د حِرَا غر طرف ته شوه او بله حصه يـې د غر بل طرف ته شوه، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   يو يو کافِر ته اواز کولو