Book Name:Dil Par Muhar Lagnay Ke Asbab
قطبيت مقام ته ورسيدلو۔ ([1])
معلومه شوه چې د کامِل ولي د يو نظر سره د بنده زړۀ يو دم صفا کيږي۔ الله پاک دې مونږه د نيکانو خلقو، د نبيانو علَيهِمُ السَّلام، د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم، د صحابۀ کرامو رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ م، د اهلِ بيتِ پاک عَليهمُ الرّضوَان او د عاشقانِ رسول علمائے کرامو د بے ادبۍ نه هميشه محفوظ وساتي۔
محفوظ سدا رکھنا شہا! بے اَدَبوں سے اور مجھ سے بھی سرزد نہ کبھی بے اَدَبی ہو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک د کافِرانو خراب صفت بيان کړو:
خَتَمَ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِهِمْ (پارہ :1، سورۀ بقرہ :7 )
ترجمهٴ کنزُ العِرفان : الله د هغوئي پۀ زړونو باندې مهر لګولے دے۔
د دې وعيد نه د بچ کيدو د پاره مونږ له پکار دي چې مونږه د ګناهونو نه هم ځان بچ کړو، د حسد نه هم ځان بچ کړو، د اوږو اُميدونو نه هم ځان بچ کړو، د تادۍ کولو نه هم ځان وساتو، د تکبر نه هم هر وخت ځان بچ کړو او د الله پاک د نيکانو بندګانو د بے ادبۍ نه هم ځان بچ کړو۔
چې زړۀ صفا وي، د هدايت طرف ته مائل وي، دې د پاره د نيکو کولو کوشش وکړئ، د قرآنِ پاک پۀ تلاوت کولو د زړۀ نۀ خيرے لرې کيږي، د ذِکرُ الله پۀ کولو د زړۀ نه خيرے لرې کيږي، هم دغه شان د نـمونځ پۀ کولو د زړۀ نه خيرے لرې کيږي، هديرې ته د تللو او د خپل مرګ د رايادولو سره هم د زړۀ نه خيرے لرې کيږي، الله پاک دې زمونږه پاک زړۀ نصيب کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم